فرهنګ

دبلخ دلرغونو ساحو اوتاريخي څلو معرفي کول

مزارشريف  باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه :   
دجهان نما ماڼۍ اوبڼ دبلخ يوه لرغونې ساحه اوتاريخي څلې دى .
دجهان نمادغه ماڼۍ او بڼ دبلخ ولايت دخلم دلرغونې ولسوالۍ دکوه شاران په شمالي لمن کې موقعيت لري.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې
دغه تاريخي مانۍ اوبڼ  اميرعبدالرحمن خان د خپل  تفريح  ځاى لپاره په ١٢٦٩ هجري لمريز کال کې  په دغې ښکلې اوداوبوله پلوه په بډايه ساحه کې جوړه کړې وه.
په بڼ کې دغه ماڼۍ دهغه وخت دمعمارۍ دهنر يوه ډيره ښکلې بيلکه ده  او ددغه بڼ مساحت  اوويا جريبه ځمکه احتوا کوي  چې دلسو مترو په  لوړوالي ديوال  او زياتو برجونو احاطه شوي دي.
دغه ماڼۍ يوه تلخونه ، اتلس خوني ، دوه حمامونه او له لوړې ګونبزې سره يوسالون او دساتنې دوه برجونه لري  اودماڼۍ  په وړاندې  داته سوه مربع مترو په مساحت  په پخوخشتودلامبو يوډنډ لري.
له لسوکلونو را په دې خوا ددغه بڼ  په دولس جريبه ځمکه کې  دژوندانه دچاپيريال ساتني دملي اداري له خوا دامريکا په مالي مرسته دنيالګيو او ګلانو په ايښودلو سره سمور شوى دى   او اوس د انځرو و زدالو ، الوبالو ، بادامو  او نورې ونې دهمادمحافظتي ددفتر په مرسته ايښودل شوي دي او نوري ونې هم دهالنډي  اف  اير  له خوا ايښودل شوي دي او ګلان او شنه بوټي  پکې ايښودل شوي  او چمنونه پکې  جوړ شوي دي او دبڼ په لويديځه ساحه  کې  دهما ددفتر له خوا  ماشومانو ته تفريح ځاى  هم  جوړ شوي دي .
دجهان نما ماڼۍاوبڼ  ځينې برخې په  ١٣٥٣  هجري لمريز کال کې داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت  له خوا بيا رغولې شوي دي چې دزلزلو  او دغه راز دجګړو له امله دماڼۍ  ستره کونبزه يوڅه  ويجاړه شوي ده او دبڼ ديوالونه نړيدلي  وو چې په  ١٣٨٧  هجري لمريز کال کې  دبڼ او ماڼۍ  داساسي بيارغاوني کار دهېواد داطلاعاتو اوفرهنګ دوزارت  له خوا دهالند دشاهي هېواد په مرسته پيل شو او تراوسه پورې  ماڼۍ له برجونو پرته دماڼۍ ديوالونه  اصلي کونبزه  او ټولې خونې او دروازې  او کړکۍ   بيارغاول  شوي دي اودغه راز دماڼۍ ديوالونه  په ګچو سره ترميم شوي دي.    پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته