جلال آباد باختر د وری دمیاشتی ١٢
د مرکز په ګډون دې د ننګرهار په ولسوالیو کې دې هم لوبغاړو ته د لوبو آسانتياوې برابرشي .
د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د بدنې روزنې د لوى ریاست له چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې په ننګرهار ولایت کې دې په مرکز سربېره په ولسوالیو کې هم لوبغاړو ته د لوبو کولوآسانتياوې برابرې شي .
ده چې د وري په لسمه یې د بدنې روزنې له لوى رئیس همایون خیري سره يې د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې کتنه وکړه وویل : په ننګرهار ولایت کې هروخت د لوبو دترسره کولو لپاره ښه زمینه برابره ده او د دغه ولایت په مرکز سربېره په ولسوالیو کې ښه او پياوړې لوبغاړي لري .
د ننګرهار والي وویل: په خواشینۍ سره باید ووایم،چې موږ د لوبو په برخه کې زياتره یوازې ښار ته پاملرنه کړې او لازمه ده، چې موږ د ښار ترڅنګ د ولسوالیو پیاوړو لوبغاړو ته هم ځآنګړې پاملرنه وکړو.
هغه د بدنې روزنې عمومي رئیس ته په ننګرهار ولایت کې د لوبو ترسره کولو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړه او زیاته یې کړه، همدا اوس د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ولایت مقام په مالي لګښت یې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې سیالۍ جوړې کړې،چې پکې سلګونه ځوانان لوبې ترسره کوي .
د هېواد د بدنې روزنې عمومي رئیس همایون خیري د ننګرهارله والي څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د بدنې روزنې له امریت سره یې همکاري کړې او زیاته یې کړه ، ننګرهار هغه ولایت دی،چې په بېلابېلو لوبو کې یې ملي لوبډلو ته لوبغاړي ورکړي .
ده وویل: پلان لري،چې په ننګرهار ولایت کې د لوبو لپاره په بېلابېلو برخو کې لوبغالي جوړ کړي او همدا راز د لوبغاړو ستونزو د اورېدو ترڅنګ له دوی سره په بېلابېلو برخو کې مرستې هم وکړي .
0 1 دقیقه لوستل