ورزش

دهيواد دنولسوکلنو دفوټبال ټيم د اردن دټيم په مقابل کې ماتې ونه منله.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دهيواد دنولسو کلنو دفوټبال ملي ټيم په  اردن کې د  آسيا داتلوالۍ په مقدماتي سياليو کې پرون خپله  دويمه لوبه  هم  وبايلله.
دهيواد دفوټبال فدراسيون دمطبوعاتي برخې مسوول مرتضي دانش دباختر آژانس خبريال ته وويل :  دهيواد دنولسو کلنو ټيم ديمن له ټيم سره مقابل شو چې لوبۀ يې دصفر په مقابل کې په دريو سره خپل سيال ته پريښوده.
دغه سيالۍ چې داته ديرشو هيوادونو ترمنځ د اردن په کوربه توب  ترسره کيږي دنولسوکلنوملي  ټيم  په دويم ګروپ کې  لوبه  کوي .
په لومړي لوبه  کې لوبه يې  دصفر په مقابل په يوې سره وبايلله.
ټاکل شوې ده دهيواد دنولسو کلنو ټيم خپله دريمه لوبه سبا له کور به ټيم سره ترسره کړي . او په څلورمه لوبه کې داماراتو له ټيم سره لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته