ټولنه

زرګونه کورنۍ بشري مرستې ترلاسه کوي

کابل / د سلواغې ۳مه / باختر
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د هېواد ۱۰ ولایتونو ته د چين بشري مرستو د لېږلو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون هغو لسو ولايتونو ته چې د اړتیا کچه په کې زياته وه، د چين بشري مرستې لېږلې دي.
د یادو مرستو د لېږدولو پر مهال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریيس او د وزارت وياند مفتي عبدالمطلب حقاني وويل: دا د چين له مرسته شویو ۷۰۰ ټنو وريجو څخه لومړنۍ جوپه ده چې د هېواد لسو ولايتونو ته لېږل کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دغو مرستو کې ټولټال ۴۴۰ ټنه وريجې شاملې دي چې په ټول هېواد کې به پر ۸ زره ۸۰۰ اړو کورنيو ووېشل شي.
د حقاني په خبره؛ چین د ۲۶۰ ټنه نورو وریجو او ۵۰۰ ټنه اوړو د مرستې ژمنه هم کړې ده چې په نږدې راتلونکې کې به کابل ته راورسېږي.
چین له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته یې له افغانانو سره زیاته بشردوستانه مرسته کړې ده.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته