ټولنه

سيلاونو په تاله اوبرفک ولسوالۍ کې خلکو ته زيات زيانونه اړولي دي

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
د باران د سختو اورښتونو او د سيلاونو د راوتلو له امله د بغلان ولايت  د تاله اوبرفک ولسوالۍ خلکو ته زيات زيانونه اوښتي دي.
د بغلان ولايت  د تاله اوبرفک ولسوال محمداسماعيل باخترآژانس  ته وويل  چې، د دغو سيلاونو له امله د استوګنې څو کورونه ، د اوبو بندونه  او  کرنېزې ځمکې ويجاړې شوي دي.
د بغلان ولايت له پېښو سره د مبارزې ريېس نصير کهزاد ډاډ ورکړ  چې؛د زيانونو د کچې په تثبيتولوسره به  له مصيبت ځپلو سره لازمې مرستې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته