ورزش

څلويښت جريبه ځمکه دالمپيک ملي کميټې ته ورکړي شوه .

روح الله نيکپا  او نثار احمد بهاوي ته  يوه يوه نمره ځمکه  ورکړي شوه .

-کابل باختر دمرغومي اوولسمه

 د هيواد دتکواندو  دبرخې ورزشکارانو نثار احمد بهاوي او روح الله نيکپا ته  داستوګنې دکورونو دجوړولو لپاره  يوه يوه نمره ځمکه ورکړي شوه .

  دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبر له مخې ،  دغو دوو تنو ورزشکارانو ته  په غزني ولايت کې  دسلطان محمود غزنوي  داستوګنې دښارګوټي  درييس  خليل الله هوټک له خوا  يوه يوه نمره ځمکه  ورکړاي شوه .

  په هغې غونډه کې چې له همدې امله دالمپيک دملي کميټې  په مقر کې جوړه شوې وه هوټک  پکې ګډون وکړ او ددغو دوو تنو ورزشکارانو دبرياليتوب له امله يې خوښي څرګنده کړه او ددوى وياړنې يې  وستايلي او دځمکې نمري يې  ورته ورکړي .

 ده زياته کړه : دڅلويښت جريبه ځمکې  په مساحت داستوګنې نمري ددغه ښارګوتي په مربوطاتوکې دالمپيک دملي کميټې  په واک کې  ورکړي شوه . او ددغې ځمکې سندونه  دالمپيک دملي کميټې لوى رييس  محمد ظاهر اغبر ته وسپارل شول .

  ددغې ځمکې  ټوله بيه څه دپاسه  درې سوه زره امريکايي ډالره کيږي . 

  دالمپيک دملي کميټې لوى رييس  ظاهر اغبر د هوټک  دښه او ورزش دوستانه احساس  له امله مننه وکړه  او د ورزشکارانو د هڅونې لپاره يې  دنورو پانګه والو دهمکارۍ غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته