امنیت

د انسان دقاچاقو د مخنيوي په مقصد دکورنيوچارو په وزارت کې غونډه وشوه .

کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
د انسان دقاچاقو د مخنيوي په مقصددهيواد دعدلي او قضايي موسسو او دځينو نړيوالو مرکزونو د استازو په ګډون، نن دکورنيو چارو په وزارت کې يوه غونډه وشوه.
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې لوى ريس مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل: دغه غونډه د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو او دانسان د قاچاقو دمخنيوي په خاطر د اړوندو ارګانونو تر منځ دګډ کار او همغږى په مقصد جوړه شوې ده .
ده زياته کړه: دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د لوى رياست په چوکات کې په دې اړوند يو خاص امريت کار کوي چې کړه وړه اوبرياليتوبونه يې دقدر وړ دى .
وروسته په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت استازى او د لوى څارنوالي، د ملي امنيت دڅارنوالي، د مهاجرينو د راستنولو د چارووزارت ، د شهيدانو معلولينو، کار او ټولنيزو چارو او دکورنيو چارو د وزارتونو استازو په وارسره د انسان دقاچاقو دمخنيوي د لارو ړچارو په باب  خبرې وکړې او په دې اړوند ددغو ادارو ترمنځ  په  ګډو هلوځلو باندې ټينګار وشو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته