کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
په قندهار ولايت کې دملي اردو دکوماندو يوشمير ځواکونه په هلمند ولايت کې د عملياتو دپيلولو لپاره تياري نيسي .
ټاکل شوې ده دغه ځواکونه دهلمند ولايت دشمال په ولسواليو کې دياغيانو پرخلاف عمليات پيل کړي .
په قندهار کې د٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد وويل چې دوى به په هلمند کې دميشتو ځواکونو تر څنګ ياغيان وځپي .
تورن جنرال عبدالحميد حميد وويل زموږ دښمن هغه څوک دي چې دافغانستان په هره سيمه کې زموږ پرخلاف اقدام کوي .
موږ دملي اردو سرتيري يو او ملي اردو دافغانستان په ټولو ساحو پورې اړه لري .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، دغه عمليات به په راتلوونکې اوونۍ کې پيل شي .
له هغو ځواکونوسره چې په دغو عملياتو کې ګډون کوي دافغانستان دملي اردو دهوايي پوځ ملاتړ هم ورسره دى .
0 1 دقیقه لوستل