خبرونهنړۍ

جګړې په ټوله نړۍ کې ۷۶ میلیونه کسان بې ځایه کړي

نړۍ، د غوايي ۲۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
د داخلي بې ځایه شویو د څار مرکز وایي د سوډان او غزې د جګړو له امله د ۲۰۲۳ زیږدیز کال تر پایه پورې په ټوله نړۍ کې د داخلي بې ځایه شویو ټول شمېر د ریکارډ په کچه ۷۵ عشاریه ۹ میلیونو ته رسېدلی دی.
دغه مرکز په خپل کلني راپور کې زیاته کړې، چې د نږدې ۷۶ میلیونه داخلي بېځایه شویو له ډلې ۶۸،۳ میلیونه یې د جګړو او نښتو له او ۷،۷ میلیونه یې د طبیعي پېښو له امله خپلې اصلي مېنې پریښي دي.
سوډان چې تېر کال په کې کورنۍ جګړه پیل شوې، د دغه مرکز په خبره د ۹،۱ میلیونه داخلي بېځایه شویو کسانو په درلودلو سره د ټولو هېوادونو په سر کې ځای لري.
دغه مرکز د ناورۍ د پناه غوښتونکو کميټې له لوري په ۱۹۹۸ زیږدیز کال کې جوړ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته