اقتصاد

د تخار ولايت په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د اوبو يو بند جوړيږي چې د ديرش زره هکتاره ځمکې د خړوبولو امکان لري

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٠
د انرژۍ او اوبو وزارت نن د تخار ولايت د ينګي قلعه ولسوالۍ د يتم ټيپې د اوبو د بند د جوړولو قرار داد د افغان صداقت له ساختماني او سړک جوړولو سره لاسليک کړ.
د انرژۍ او اوبو وزارت يوې خبري سرچينې باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه قرار داد د ١٢ مليونو ٣٤٣ زرو او ٢٠٤ ډالرو په ارزښت د انرژۍ او اوبو وزارت د سرپرست انجنير محمد عارف نورزي او د افغان صداقت  د ساختماني او د سړک جوړولو شرکت د استازي ترمنځ نن لاسليک شو.
په دې قرار داد کې د ينګي قلعه ولسوالۍ د يتم ټيپې د اوبو د بند جوړول چې د پنځه اعشاريه شپږ کيلومتره ساحه احتوا کوي او د سيلاو له خطر د دغه کانال د ساتنې لپاره د سيند د غاړو ټينګښت شامل دي چې د دغې پروژې د ساختماني کار څارنه د ايتاليا د( اس – آى –ام) شرکت له خوا ترسره کيږي .
دغه بند د ينګي قلعه ولسوالۍ شمال په ساحه کې جوړيږي چې نه يواځې دغې ولسوالۍ ته بلکې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ ته هم ځانګړى ارزښت لري او د ټيت پنج د سمندري حوزې په کچه يو ډير مهم کانال بلل کيږي.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست انجنير نورزى وايي چې ددغې پروژې په پلي کيدو او بشپړيدو سره به نږدې ٨٠ زره تنه په ينګي قلعه ولسوالۍ کې او ٢٤ زره تنه د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې له ښيګڼو څخه يې ګټه واخلي او څه ناڅه ٣٠ زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبيږي.
د دغې پروژې په بشپړيدو سره به په دغه بند کې په يو ثانيه کې د څلويښت متره مکعب اوبو ظرفيت د اوبو د کمښت له پلوه د بزګرانو اړتياوې لرې کړې چې د پروژې د سروې او ډيزاين کار پخوا د ايتاليا (د اس- آى- ام) شرکت له خوا ترسره شوى دى او د دغې پروژې کار به په دريو مياشتو کې پاى ته ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته