کابل- باختر د غبرګولي د مياشتې٢٥:
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
د هندوستان د (Rai) پوهنتون په آنلاين ډول د ليسانس د دورې د لسو تحصيلي بورسونو د ورکولو خبر ورکړى دى .
څرنګه چې د دغه پوهنتون ژمني سمستر پخوا پيل شوى دى؛ د دغو بورسونو نوماندان په دوبني سمسترکې چې د روان ميلادي کال د جون يا جولاى په مياشت کې پيليږي؛ کولى شي نومونه وليکي.
د يادونې وړ ده چې په دغو بورسونوکې اړونده هيواد يوازې د تحصيلي څانګې فيس په غاړه لري .
لازم سندونه:
• د ښوونځي د دورې د فراغت ليک کاپي له درې کلنې نمرې سره.
• د پاسپورت کاپي
• دوه عکسونه
له دې امله په شرايطو برابر ټول مينه وال چې په دغوشرايطو د زده کړې غوښتنه ولري؛ کولى شي د نوم ليکنې او د سندونو د بشپړولو په خاطر د روان لمريز کال د چنګاښ د مياشتې تر نهمې نيټې پورې دې د لوړو زده کړو وزارت ته ورشي او که چيرې مينه وال له اختصاص شويو بورسونو څخه زيات شي؛ د ثانوي درې کلنې دورې د لوړو نمرو له مخې به وټاکل شي .
مينه وال کولى شي د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر د www.raiuniversity.edu مراجعه وکړي.
0 1 دقیقه لوستل