بغدادنيوزنوباختر د سنبلي ٦
د عراق په پايتخت بغداد کې نن ديولړچاودنو له امله څه ناڅه ٣٤ تنه و وژل شول او څه دپاسه سل تنه نور ټپيان شول .
د السومريه خبري آژانس د عراق ديو امنيتي مامور له خولې خبر را کړ چې په څلورو موټرو کې ځاى پرځاى شوي بمونه يو په بل پسې د بغداد په شمال کاظمين ښارکې وچاوديدل چې له دې ا مله دسرد رسيدلو زيانونو دقيق شمير لاتر اوسه پورې نه دى اعلام شوى .
ديوبل خبر له مخې : په دوو موټرو کې ځاى پرځاى شوي بمو ه د بغداد په شمال لويديځ شعله ښار کې او دوه نور موټرو نه د بغداد دجنوب د دياله پله په سيمه کې په رياض بازار کې و چاوديدل .
په دوو نورو موټرو کې دايښودل شويو بمونو د چاودنې له ا مله هم د بغداد په ختيځ صدر ښارکې خبر ورکړ شوى دى چې دلومړنيو نتيجو له مخې له ا مله يې ٣١ تنه وژل شوي او اته نوي تنه نورټپيان شوي دي .
په يو بل خبر کې ويل شوي دي ، چى يوه ځانمرګي يرغلګر ځان د بغداد په جنوب
دمحموديه ښار په يورستورا نت کې چولى دى چې له ا مله يې دوه تنه ووژل شول او ١٤ تنه نورټپيان شول .
دغه راز د بغداد په شمال ختيځ کې د عدن په سيمه کې د دوو بمونو د چاودني له
امله يوولس تنه ټپيان شوي دي .
په دې وروستيو وختو کې په عراق کې ځانمرګو بريدونو او چاودنو زور اخستي دى او له ا مله يې هره ورځ لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوړي .
0 1 دقیقه لوستل