کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٢٥مه
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د اروپا د بهرني سياست په اداره کې د آسيا او اوقيانوسيه څانګې له رييس ګونر ويګند سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ويګند، کورنۍ اجماع د افغانستان د خلکو او دولت په مشرۍ او مالکيت او نتيجې ته د سولې د خبرو اترو د رسيدو لپاره د سيمې او نړۍ د هېوادونو رول ډير مهم وباله.
ګونر ويګند په افغانستان کې د وروستيو ۱۸ کلونو د برياليتوبونو په ساتنې په تينګار سره د سولې له بهير څخه د اروپا په هر اړخيز ملاتړ ټينګار وکړ.
رباني هم له افغانستان سره د اروپا د مرستو قدرداني وکړه .
دواړو لورو د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو، د قانون د واکمنۍ، بشر د حقوقو، امنيت او ثبات په باب خبرې اترې وکړې.
ختم_ ج – اکرم
1 1 دقیقه لوستل