سیاست

دانتخاباتو په بهيرکې دخلکو د جذب په مقصد په پنجشيرکې يوه غونډه جوړه شوه

کابل باختر د ليندي لسمه :
د انتخاباتو په بهيرکې دخلکو د زيات مشارکت لپاره د لارو چارو د موندلو په مقصد نن په پنجشير ولايت کې يوه غونډه جوړه شوه .
  دغه غونډه دافغانستان دملي مشارکت دموسسې له خوا دمدني ټولنې دفعالينو، د ولايتي شورا د وکيلانو، د دولتي دوايرو د رييسانو او د ځوانانو په شمول دڅه دپاسه پنځوسو تنو ښځو او نارينه وو په ګډون جوړه شوې وه.
دپنجشير د والي ويندوى باخترآژانس ته وويل: دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړيږي چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون په دغه ولايت کې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دانتخاباتو لپاره دنوم ليکنې په بهير کې دخلکو دکم ګډون له امله شکايت کوي .
ويل کيږي دغه کنفرانس د راتلونکو انتخاباتو د ارزښت په باب دخلکو دنظريو د راټولولواو په هغو کې دخلکو دپراخ ګډون په مقصد جوړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته