امنیت

د کابل په چهلستون کې د ناپېژاندو وسله والوکسانو د موندلو لپاره د پوليسو هڅې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢١مه
د کابل پوليسو د يوې ډلې ناپېژاندو وسله والوکسانو د موندلو او نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
ناپېژاندو وسله والوکسانو تېره شپه د چهلستون په (٩ برجه) ساحه کې د کابل ښار د يوه تن اوسيدونکي احمد سير پر موټر ډزې وکړې چې د هغه له مقاومت سره مخ شول  او وتښتېدل.
د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې يو مسوول فريدون عليزاده باختر آژانس ته وويل  چې په پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى. خو د احمدسير موټر ته يو څه زيان اوښتى دى.
هغه وويل: دغه وسله وال کسان په تېښتې بريالي شوي دي او د هغوى د موندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
دغه پېښه د سيمې د خلکو د ويرې او ډار سبب شوې ده او د سيمې يوشمېر اوسيدونکو د باخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې له پوليسو څخه غوښتي دي چې د دوى د امنيت  په ساتلو کې زياتې هڅې وکړي او د ډار اچوونکو او د غير مسوولو وسله  والوکسانو د فعاليتونو مخه ونيسي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته