فرهنګ

غزنى د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه سيمينار جوړ شو

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
غزنى د اسلامي فرهنګ دپايتخت په وياړ نن دغزنى د تمدن او فرهنګ  د مرکزترعنوان لاندې په کابل کې علمي او فرهنګي سيمينار جوړ شو.
  دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې سيمينارکې چې دغزني ولايت  دخلکو دمشورتي شورا له خوا جوړ شوى و؛ د ولسي جرګې او دمشرانو جرګې يو شمير غړو، داطلاعاتو اوفرهنګ اودښار جوړولو دچارو د وزارتونو معينانو او يو شمير فرهنګيانو او دپوهنتونونو استادانو ګډون کړى و .
  ددغه سيمينار په پيل کې د جمهوري رياست د دويم مرستيال  محمد کريم خليلي پيغام  د جمهوري رياست د دويم معاونيت ددفتر د رييس  ډاکتر عباس بصير له خوا ولوستل شوچې په يوه برخه کې يې  ويل شوي دي: هيله لرم چې ددغه سيمينار جوړيدل دغزني په ژوره پيژندنه کې چې يو وخت داسلامي فرهنګ او پوهنې  د خپرولو او پراختيا په لاره کې دارزښتناکو خدمتونو جوګه  و، لکه څنګه چې  ددغه سيمينار په عنوان کې طرحه شوې ده غزني  داسلامي فرهنګ اوتمدن  يو ستر مرکز دى .
خو له بده مرغه چې لاتراوسه پورې ددغې فرهنګي حوزې د پيژندنې په لاره کې علمي او څيړنيز کار نه دى شوى او له دې پلوه شتمنۍ يې زموږ او د نړيوالو لپاره  ناپيژندلې پاتې دي .
وروسته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي خبرې وکړې او ويې ويل: يوه ځلانده دوره او يومهم معدنيت په تيره بيا دغزنويانو په معدنيت اسلامي دوره ده، دغزني ښار يې دغزنويانو د لړۍ په توګه د اسلامي معدنيت په پراختيا کې ستره ونډه  لرله .
ده زياته کړه: دهغې سترې ونډې  له مخې چې غزني داسلامي فرهنګ او پوهنې په پراختيا کې  لرله؛ داسلامي هيوادونوعلمي فرهنګي او روزنيز سازمان  ( ايسسکو )  دغزني ښار  په ٢٠١٣ کال کې  داسلامي فرهنګ  دپايتخت په توګه  وټاکه .
ده وويل: داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له شتو چلنجونوسره سره تراوسه پورې  دغزني په معرفي کولو او پيژندنه کې په لسګونو  علمي اوڅيړنيز سيمينارونه جوړ کړي دي  او دغزني دتاريخ  او فرهنګ په برخه کې يې څه دپاسه  شل ټوکه کتابونه چاپ کړي دي .
  ده زياته کړه: دغه وزارت په ټوليزه توګه  په غزني کې دوه ديرش تاريخي څلي  مرمت  او بيا جوړ کړي دي .
  ده دغزني د وروستى پروګرام په ترسره کولوکې چې ټاکل شوې ده د روان کال دلړم په مياشت کې ترسره شي؛ له اړوندو امنيتي ارګانونو څخه وغوښتل چې دپخوا په شان ددغو مراسمو په پرتمينه  نمانځنه کې همکاري وکړي .
وروسته په دې سيمينارکې دښار جوړولو دچارو وزارت معين  انجنير اکبر احمدي په غزني کې ددغه وزارت دپروګرامونو او پروژو په باب څرګندونې وکړې .
وروسته دغزني دخلکو دمشورتي شورا رييس ستيز  بختياري د دغه سيمينار جوړول دغزني دشخصيتونو دکارنامو معرفي کول او دغزني د اوسنيوحالاتو څيړنه وبلله او د دولت له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې دښه امنيت په تامينولو،  دغزني ښار او دهغه دمقدسه اماکنو او په تيره بيا د البيروني دمقبرې په ښه جوړولوکې زياته پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته