کابل /دليندۍ ٢٣مه / باختر:
دولسي جرګې يو غړى پرون دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ دچاودنې له امله له يوشمېر مصيبت ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه .
دپروان دوالي وياندې وحيدې شهکار باختراژانس ته وويل چې په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازى اميرګل شاهين په بګرام کې د چاودنې دساحې دکتنې په وخت کې له خپل شخصي پيسو څخه له اتلسو کورنيو سره چې دوروستي چاودنې له امله زيات زيانونه ليدلي دي ، يوسلو اتيا زره افغانۍ مرسته وکړه .
هغه وويل چې ددغومرستو دويشلو په وخت کې دپروان والي او يوشمېر سيمه ييز مسوولين هم حاضر و .
ختم_ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ