نړۍ

په پاکستان کې دپښتنو مظاهرې دعدالت غوښتنې او دتوپير د پاى ته رسولو په لور يون .

کابل باختر دسلواغې يو ويشتمه :
په پاکستان کې دپښتنو  مظاهرې يو مدني اقدام او دتوپيردلرى کولو او دظلم او کړاونو دله منځه وړلو په لور يون دى چې په بيلابيلو  ډولونو پرهغوى ترسره کيږي .  دباختراژنس سياسي مبصر ليکي ، په وروستيو  ورځو کې  په پاکستان کې په زرګونو تنو پښتنو دهغه څه پرخلاف اعتراض په توګه چې په پاکستان کې دپښتنو په حق  کې ظلم  توپير ، بې انصافي  او بې عدالتي  بلل کيږي ، په مظاهرو غونډو او مدني حرکتونولاس پورې کړي دي او ددغه هېواد له حکومت څخه دعدالت دتامينولو غوښتنه کوي.
  دغه مطاهرې  له هغه وروسته پيل   او په يوه پياوړي  وګړني  غورڅنګ بدل شوې چې پاکستاني مسوول  نقيب الله  محسود  چې پښتون توکمى  و څه ناڅه لس ورځې مخکې دپوليسو له خوا دپاکستان په کراچى  ښار کې ووژل شو .
په نقيب الله محسود  له ډار اچوونکو ډلو سره دهمکارى تور لګول  شوى و  په داسې حال کې چې دکراچى پوليسو دلسو ورځو په بهير کې  چې ددغه ځوان له وژنې  تيريږي داسى کوم مدرک ، سند او د دليل په وړاندې کولو نه دي بريالي شوي چې له ډار اچوونکو ډلو دنقيب الله محسود داړيکو ښکارندوى وي له کراچي څخه لرې د ادريس وزير په نامه دپاکستان دپښتنو يو بل ځوان د ډار اچوونکو ډلو له خوا دپاکستان په  مردان ښار کې  ووژل شو ،  هغه ډلې چې دسيمې  خلک وايي چې له پاکستاني مليشو او اردو سره پټې اړيکې لرې .
د مردان خلکو د ادريس  وزير دوژل کيدو پرخلاف غبرګون کې هغه کورته  چې ويل کيږي د ډار اچوونکو مرکز و اوروچاوه .
دغه راز  دسيمې خلکو له دغه کور څخه له اوراچولو مخکې يوه اندازه وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي وو او دمردان خلکو هم دپاکستان په مرکزي حکومت  دتروريستانو دروزنې او دخپلو سيمو دناامنه کولو تور لګولى دى . دنقيب الله محسود دوژنې  پرخلاف غبرګون کې مظاهرې او مدني حرکتونه له شمالي وزيرستان څخه پيل شول او اسلام اباد ته ورسيدل .
مظاهره کوونکي وايي چې په يوه پياوړى حرکت کې ډګر ته وردانګي دي او ددوى اعتراضونو تراوريدو پورې خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي او دغه مظاهرې به دپاکستان  نورو ښارونو ته پراخې کړي . دمظاهره کوونکو لومړى موخه په قبايلي  سيموکې دامنيت تامينول ، دهغو پښتنو بنديانو ازادول چې په بيلابيلونومونو اوپلمو بنديان دي دهغو سياسي  او جنايي دوسيو څيړنه چې دقبايلې خلکو ژونديې اغيزمن کړى دى دقبايلي  سيمو انډوليزه وده او په قبايلي سيمو دپاکستان دمرکزي حکومت  دواک  پاى ته رسول او دخيبر پښتونخوا له تشکيلاتو سره ددغو سيمو ادغامول دمظاهره کوونکو اصلي غوښتنې دي .
  هغوى په يوه خبره  عدالت  غواړي او دهغو ظلمونو دپاى ته رسولو غوښتنه کوي چې دپاکستان اردو او استخبارات په هغوى کړي دي .
  دافغان سياسي کارپوهانواو ددغه هېواد دقومي مشرانو په باور که چيرې دپاکستان  په سياسي تاريخچې   چې  په  ١٩٤٧ کال کې جوړ شوى دى نظر واچوو ددغه هېواد پوځي او استخباراتي ادارو تل هلې ځلې کړې دي چې دپاکستان دپښتنو او بلوڅو ونډه ، رول او اعتبار ددين ، مذهب او قومي ناسيوناليزم  په نامه کمزورى  ښيي په داسې حال کې چې دپاکستان زياتره طبيعي  زيرمې په بلوچستان او  پښتون ميشتو سيمو کې موقعيت لري خو دپاکستان دغو دوو صوبو دسند او پنجاب دصوبو  په پرتله ډيره لږه  پراختيا کړې ده او قبايلي  سيمو آن دغه لږه پرمختيا هم نه ده ليدلي .
دپاکستان حکومتونو ددغه هېواد دڅو اويا کلن ژوندانه په اوږدو کې تل هلې ځلې کړې دي چې قبايلي سيمو ته يو په شاتلونکي څيره ورکړي او ددغوسيمو خلک دهغوى له اصيل فرهنګ او معاصر تمدن څخه لرې وساتي .
دغه راز دپاکستان پوځيان ، استخبارات او سياستوال چې زياتره پنجابيان دي دپاکستان په پښتنو ميشتو او بلوڅو ميشتو سيموکې دګوتو په  شمار قومي مشرانو او روحانيونو  په اجير کولو  سره هلې ځلې کړې دي چې دپښتون قومونو ترمنځ په قومي تقابل او دپاکستان دنورو قومونو او خلکو په وړاندې دپښتنو او بلوڅو په درولو سره له هغه څخه ګټه واخلي .
  نن که چيرې  په بلوچستان کې دپښتنو او بلوڅو  ترمنځ په تاوتريخوالي  شته او ياهغه قومي متقابل دپاکستان دپښتنو يا سنديانو او په کراچى کې دمهاجر قوم ترمنځ  شتون لرې  شول دپاکستان داستخباراتو پروګرامونه دي چې  قبايلي  خلک په فرعي  مسئلو بوخت  وسايتل شي چې دهغوى ترمنځ ملي فکر او انديښه له منځه لاړ شي قبايلي سيمې  نن دوسلو ، نشه يي توکو او دنورو غيرقانوني وسايلو دپلورنې بازار  او سيمه ده  په داسې حال کې چې په دغو سيموکې دښوونځيو  ، پوهنتونونو  علم او زده کړې  دومره څه نه ليدل کيږي .
سره له دې  چې دپاکستان په هره سيمه کې دتروريستانو روزنه ترسترګو  کيږي او حرفوي تروريستان دپاکستان په سترو ښارونوکې ژوند کوي خو دپاکستان د اردو او استتخباراتو تمرکز او په ځينو حالاتو کې دبهرنيو ځواکونو تمرکز قبايلي سيمو ته دي  او له ډار اچوونکو سره د مبارزې په نامه دقبايلي سيمو يوزيات شمير ځوانان روښانفکران  دي او قومي مشران په قبايلي سيمو کې ووژل شول که چيرې داسې نه ده په ډار اچوونکو دهوايي بريدونو لمن دقبايلي سيمو له محدودې  څخه  بهر ته نه وځي او په نورو سيمو  بريدونه نه کيږي .
په پاکستان کې قبايلي  سيمې او پښتون  ميشتې او بلوڅ ميشتې سيمې د پاکستان ددولتي  تروريزم او تفرقه  اچوونکو سياستونو قرباني شوي دي .
پنجابيان په دې خاطر چې په پاکستان کې په نورو سيمو  خپله واکمني وساتي  او هغه ته دوام ورکړي د اقليتونو ځپل ، قومي  تقابل  او هغه ته دوام ورکړي د اقليتونه ځپل ، قومي  تقابل او له ډار اچوونکو سره  له مبارزې  څخه وسيلې په توګه استفاده کوي او هرهغه  حرکت چې په پاکستان کې دمذهبي او قومي توکمو له خوا وليدل شي په يو ډول نه يو ډوله مخه يې نيسي .
عيسويان ،  شيعه ګان ، هزاره ګان ،  بلوڅان  او نور مذهبي  اقليتونه په پاکستان کې ښه ورځ نه لري  په هغو په منظم  ډول دهغوسياسي  ګوندونو ، جريانونو او مذهبي  بهيرونو له خوا چې  په يو ډول نه يو ډول دپاکستان له استخباراتو  سره اړيکې لري  بريدونه کيږي   خو اوس وخت  بدل شوى دى .
نن په پاکستان کې پښتانه په يوه  پياوړي  حرکت کې پورته شوي دي چې له شک پرته  ډير ژر  نور قومونه او خلک له هغو سره  يوځاى کيږي او هغه وخت په پاکستان کې دظلم  او ستم ټغر  چې پنجابي  جنرالان دهغو مسوول دي  راټول شي .  دافغانستان خلک دپاکستان دپښتنو اوبلوڅو  په وړاندې هر راز وحشت ډار اچونه او بې عدالتي  غندي او ټينګار کوي چې دهغوى دمعياري او قانوني  ژوندانه حق ته درناوى وشي .   ختم_ عطاالله _ اکرم                              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته