امنیت

په ننګرهار کې ديولړچاودنو مخنيوي

کابل باختر د تلې  نهمه :
په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ختيځ ولايت په ګن ميشتو سيموکې  نهه ماينونه کشف او شنډ کړل .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل طالبانو غوښتل چې  ددغو ماينونو په کاروړلو  سره ملکي وګړو ته يولړ مرګانۍ پيښې رامنځته کړي  خو بريالي نه شول  .
ده وويل چې ددغو ناکامو ماين ښخونو دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره  هلې ځلې دوام لري .
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ  ميشتو لارو کې دماينونو اوبمونوپه کارولو لاس پورې کوي هغه اقدم چې زياتره ملکي وګړي  پکې قرباني کيږي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته