امنیت

دپکتيا په جاني خيلو ولسوالۍ کې د طالبانو د سر له دروند زيان سره جوخت دپوځيانو دپرمختګ دوام

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١١  :
په داسې حال کې   چې دپکتيا ولايت  دجانې خيلو ولسوالۍ دځينو له لاسه وتلو سيمو دبيرته نيولولپاره پوځي عمليات دوام لري پوځيان په دغې ولسوالۍکې دپرمختګونو خبرې کوي.
دوى  وايي چې ددغو عملياتوپه بهيرکې  وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه پوځي عمليات له هغه وروسته پيل شول چې وسله والو طالبانو په بريدسره  دجاني خيلو ولسوالۍ ځينې سيمې ونيولې اوپه دغې ولسوالۍ کې يې خپل ډاراچوونکي فعاليتونه پراخ کړل.
په دغو پوځي عملياتو کې دملي اردو ، ملي پوليسو  او دکوماندو په سلګونو تنه ځواکونه ګډون لري.
دکوماند  دځواکونو وياند احمدجا ويد سليم  باخترآژانس ته وويل  چې پوځيانو په دغو عملياتو کې زيات پرمختګونه کړي دي.
ده وويل  چې ددغو عملياتو په بهيرکې  تراوسه پورې کابو سلو تنووسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په دغو جګړو کې په وژل شويو اوټپي طالبانو کې بهرني جګړه ماران هم ترسترګو کيږي.
دکوماندو دځواکونو وياند وايي چې پوځيانو دجاني خيلو په ولسوالۍ کې  څو کلي له طالبانو څخه بيرته نيولي دي  او دغه راز خپل پرمختګ  ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته