خبرونهنړۍ

د جګړې ۱۲۰ مه ورځ؛ د غزې کړکېچ پنځمې میاشتې ته غځېږي

نړۍ, د سلواغې ۱۴مه, بهرنۍ رسنۍ
غزه کې د صهیونستي اشغالګرو او فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول د حماس غورځنګ ترمنځ روانه جګړه نن شنبې په داسې مهال ۱۲۰ مې ورځې ته وغځېده، چې دغلته د فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۷ زره ۱۳۱ تنو او د ټپانو شمېر ۶۶ زره ۲۸۷ تنو ته رسېدلی.
قربانیانو او ټپیانو کې تر نیمایي زیات ښځې او ماشومان دي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق(یونیسف) وایي، چې کابو ۱۷ زره ماشومان شهیدان شوي او یا هم له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي.
دغې جګړې د خوړو په برخه کې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي او دا مهال د غزې اکثریت وګړي له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
دغه راز سیمه کې نور خدمات په ځانګړي ډول روغتیایي هغه له سخت ځنډ او خنډ سره مخ دی او اکثریت روغتونونه یا هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا هم روغتیایي خدمتونه په کې په ټپه ولاړ دي.
تېرو ۱۲۰ ورځو کې یواځې ۷ ورځې اوربند ټینګ شوی وه، چې د ښکېلو دواړو لوریو ترمنځ په کې د زندانیانو تبادله او همدارنګه غزې ته د بشري مرستو کڅوړې ورسول شوې.
باید وویل شي، چې اوس هم ځینې هېوادونه لکه قطر او مصر هڅه کوي، چې د دغې جګړې د پای ته رسولو حل لارې ولټوي، خو د ښکېلو لوریو سخت شرایط د دې لامل شوي، چې دغې چارې کې د پام وړ پرمختګونه و نه شي.
اسرایل وایي، د ټولو اسیرانو د پرېښودو او د حماس غورځنګ تر بشپړ له منځه وړلو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او حماس بیا د یو دایمي اوربند د ټینګښت او له غزې څخه د اسرایلي ځواکونو د وتلو په صورت کې اسرایلي زندانیان ازادوي، هغه څه چې اسرایلو ته د منلو نه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته