ټولنه

د شهيد احمدشاه (مسعود) د بنسټ اعلاميه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٥
د شهيد احمدشاه (مسعود) د بنسټ اعلاميه
د شهيد د اوونۍ او د ملي اتل د شهادت د ديارلسم تلين په را رسيدو سره يوځل بيا خپلې تاريخي او ملي ورځې نمانځو.
لکه څنګه چې پوهيږئ؛ دغه ورځې د افغانستان د غمجن ملت ورځې دي چې بايد د آرامۍ او په درود او دعا او تکريم او له شهيدانو سره د روحې پيوند په ټينګښت سره تيرې شي.
د دغو ورځو د درناوي په خاطر د شهيد مسعود د بنسټ او د زرګونو غمجنو کورنيو په نيابت له تاسو با احساسه ځوانانو څخه په صميمانه ډول غوښتنه کوو چې په مشفقانه روحيې سره د دغو ورځو ساتنه او قدرداني وکړي او اجازه ورنه کړئ په آګاهانه او نا آګاهانه ډول د ملي اتل له نامه څخه په ناوړو خوځښتونو او تګ راتګ لاس پورې کړي چې د خلکو د ځورونې او د عامه کرکې سبب شي.
هيله لرو؛ هلې ځلې وکړئ د خپل اتل شهيد مسعود او د خپلواکۍ، جهاد او مقاومت د نورو شهيدانو د اخلاقو او سجاياوو په پيروى د خداى (ج) د لارې د تلوونکو د يادونې ورځې او ښوخاطرو ياد په يو ملي فرهنګ تبديل کړئ چې دغه ورځ د هيواد د وياړ، پت او سرلوړى د ورځې په توګه پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته