ټولنه

دبدخشان ولايت دکشم اوتګاب د ولسواليو ترمنځ واټ بيا جوړيږي .

کابل باختر د زمري دولسمه :
د هغه واټ د بيا جوړولوکار پرون بيا پيل شو چې دبدخشان ولايت دکشم او تګاب  ولسوالۍ سره نښلوي .
په هغومراسموکې چې په همدې مقصدپرځاى شوى و، د فوايد عامې وزارت معين احمدشاه وويل: دغه سړک دڅه دپاسه څلور ديرشو کيلومترو په اوږدوالي بيا جوړيږي او په تګلوري کې يې درې اساسي پلونه، يوسلو اته پلګوټي او درې زره نهه سوه متره استنادي ډيوال هم جوړيږي .
ده وويل: دغه پروژه دفوايدعامې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ددريو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت په څلورو پړاونوکې عملي کيږي .
دغه راز دفوايدعامې وزارت معين په بدخشان ولايت کې د سړک جوړولو د نورو پروژو په باب هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې ټاکل شوې ده په روان کال کې دفيض آباد تالقانوعمومي واټ ترميم او ددغه ولايت په کچه د څونورو واټونو دجوړولو او ترميمولو کارپيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته