امنیت

په پروان کې د پوليسو او خلکو ترمنځ همکاري زياتيږي

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
د وګړنيو پوليسو د شورا لومړنۍ غونډه نن د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ  په لومړۍ امنيتي حوزه کې جوړه شوه.
د پروان ولايت د امنيتي مرکزونو د دغه نوي پروګرامونو له مخې، پوليس به له خلکو سره مخامخې خبرې اترې وکړي .
د پروان امنيه قوماندان سليم نوري باختر آژانس ته وويل چې دغه شورا د امنيت  د تامينولو د شخړو د حل او د عامه مصوونيت د رامنځته کولو په لاره کې د خلکو د زياتې همکارۍ د جلبولو په مقصد جوړه شوې ده  چې د امنيتي بنسټونو او خلکو په همکارۍ په دغه ولايت کې ښه امنيت ټينګ شي.
نوري وويل: وګړني شوراګانې په مخامخ ډول به له امنيتي مسوولينو سره غونډه وکړي او په خپلو سيموکې به د امنيتي حالت د ښه والي په برخه کې خپلې نظريې او پيشنهادونه له مسوولينو سره طرحه کړي.
په همدې حال کې د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د وګړنيو پوليسولوى مدير  محمد عارف حميدي د دغه پروګرام په لومړۍ غونډه کې چې په لومړۍ امنيتي حوزه کې جوړه شوې ده؛ له خلکو څخه يې وغوښتل چې د خلکو په ژوندانه کې  د امنيت ارزښت ته په پاملرنې سره له امنيتي مرکزونو سره هر اړخيزې همکاري وکړي .
ددغې غونډې په پاى کې د لومړى امنيتي حوزې د اړوندو ساحو د ګذر وکيلانو او مشرانو ژمنه وکړه چې د امنيت د تامينولو په مقصد به د پروان ولايت له  امنيتي بنسټونو سره د همکارۍ په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو سره ډډه نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته