سیاست

جمهوررئیس غني په ګرجستان کې د اور لګېدنې له امله دسر پر اوښتوزيانونو خواشیني څرګنده کړه

کابل باختردليندۍ دمياشتې٥ نيټه 
د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ګرجستان په باتومي ښار کې د لئوګراند هوټل په اورلګېدنه چې له امله یې یو شمېر کسان ووژل شول،خواشيني څرګنده کړه.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوررييس دوياند د دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوې دى .
جمهوررئیس د خپل ځان له خوا او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دې غمناکې پېښې د رامنځته کېدو په اړه د ګرجستان جمهوررئیس ګیورګي مارګ ويلاشویلي، د قربانیانو کورنیو او دیاد هېواد خلکو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.#
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته