فرهنګ

د خبريال ملي ورځ په بغلان کې ونمانځل شوه

کابل/ د کب٢٨مه/ باختر
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې په همکارۍ پرون په دغه ولايت کې د خبريال ملي ورځ ونمانځله.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال غلام علي علمي د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د بغلان ولايت د سرپرست عبدالقديم نيازي، د رسنيو د مسوولينو او خبريالانو په ګډون د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړکې جوړه شوې وه؛ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذکريا ناصري د اطلاع رسونې او ښې حکومتوالۍ د پياوړتيا په لاره کې د خبريالانو فعال رول وستايه او په هېواد کې د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي پر کمښت يې خوښي څرګنده کړه.
هغه په ځينو رسنيموکې کمزورى مديريت، له خبريالانو سره د رسنيو د رسمي قرارداد او روغتيايي بيمې نه شتون او خبريالانو ته د کاري سابقې نشتوالى په بغلان کې د خبريالانو د لارې پر سر اساسي ستونزې يادې کړې.
د غونډې په پاى کې د ژورناليستانو آزادې ټولنې او د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې يوشمېر خبريالانو ته ستاينليکونه او منن ليکونه ورکړل شول.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته