ټولنه

په بغلان کې د يو زرو اووه سوه کورنيو د څښاک اوبه تامينې شوې

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
د بغلان ولايت په مربوطاتوکې ٤٢ ژورې او نيمه ژورې څاګانې  ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
  د بغلان ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير اول خان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه څاګانې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له  خوا د اوبو رسولو د پروګرام په چوکاټ کې د څه دپاسه شپږو ميليونو افغانيو په لګښت کيندل شوې دي .
اول خان وويل چې له کيندل شويو څاګانو څخه د اندراب د شاه کش او د پلخمري ښار د شاوخوا کليو او د خنجان، نهرين، بورکې د ولسواليو او د بغلان د شکرې د فابريکې ١٧١٠ کورنۍ چې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخامخې وې، استفاده کوي.
  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته