روغتیا

په کابل کې دپوليو پيښه ناسمه ثابته شوه .

کابل باختر د تلي  نولسمه :
دعامې روغتيا وزارت په کابل کې دپوليو ديوې  پيښې رپوټ رد کړ .
څه موده مخکې يو رپوټ خپور شو چې په کابل او پکتيکا کې دپوليو دوه پيښې  ثبتې شوې دي.  خو اوس دعامې روغتيا وزارت دخپرونو رييس محمد اسمعيل کاووسي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دعامې روغتيا وزارت  په دغو دوو پيښو تحقيقات ترسره کړي دي او ثابته شوه چې دکابل پيښه منفي او له بده مرغه دپکتيکا پيښه مثبته ده .
کاووسي څرګنده کړه چې په ابتدايي  ازمايښتونو کې دواړه پيښې مثبتې بلل شوې دي .
ده وويل چې دپکتيکا پيښه دنوعيت له پلوه  له هغه ويروس سره چې په جنوبي وزيرستان کې دى يوخيل دى او دعامې  روغتيا وزارت ددغو انديښنو دلرې کولو په مقصد په پکتيکا کې دپوليو دواکسين دوه پروګرامونه ترسره کړل .
  دروان ميلادي کال  له پيل څخه تراوسه پورې په افغانستان کې دماشومانو دګوزڼ اته پيښې ثبتې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته