ټولنه

د ډاډګيرنې پیغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رییس محمد اشرف غني د تسلیت پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د سترې محکمې د عالي شورا پخوانی غړی او د هیواد علمي او اجتماعي شخصیت عبدالمالک جوهر صدیقي وفات شو.

ارواښاد جوهر صدیقي په لسګونو کلونه د هیواد په عدلي او قضایي نظام کې د کار له لارې د هیواد او هیوادوالو خدمت وکړ. ده د یوه علمي شخصیت په حیث هم مختلفې لیکنې او ژباړنې کړې دي. د جوهر صدیقي مړینه د هیواد لپاره یوه ضایعه ده.

 د عبدالمالک جوهر صدیقي د وفات له کبله د هغه درنې کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د ننګرهار خلکو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي او جنتونه دې یې په نصیب شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته