کابل، د زمري لومړۍ نيټه، باختر
یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اطلاعاتو روز ورځپاڼې” د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له طالبانو سره په رغنده تعامل او عملي همکارۍ ټينګار وکړ “تر عنوان لاندی لیکلی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو د افغانستان لپاره د ايران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د افغانستان له اسلامي امارت سره پر عملي همکاريو او تعامل ټينګار کړى دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې د چنګاښ په ٣٠مه خپره شوه د بوټو له خولې ليکل شوي، چې پاکستان د يو سوله ييز، با ثباته او سوکاله افغانستان ته ژمن دى.
د ٨ صبح ورځپاڼې “شمالي کوريا امريکا او جنوبي کوريا ته د بې ساري امنيتي ستونزو د جوړولو په خاطر خبردارى ورکړ” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
شمالي کوريا خبردارۍ ورکړى، که چېرې امريکا او جنوبي کوريا د ګډو پوځي تمرينونو په ګډون د شمالي کوريا پر خلاف د خپلو دښمنانه پوځي فشارونو کمپاين بند نه کړي له بي ساري امنيتي چلنجونو سره به مخ شي.
\ ذ