کابل/ د کب ۴ مه/ باختر
د تخار پولیسو څلور تنه د نشه یی توکو د قاچاقو په شک ونیول .
د تخار امنیه قوماندان سمونوال سېد معراج الدین د باختر آژانس خبریال ته وویل: دغه کسان تېر ماښام له نشه یی توکو سره د مبارزې مديريت د منسوبينو د هلوځلو په پايله کې د تالقانو ښار په آق کوچه کلفګان کې له ٤ کیلوګرامه هیرویینو سره ونیول شول.
خبرځای زیاته کړه: دغه نشه یي توکي په یو کرولا موټر کې ځای پرځای شوي وو او قاچاق وړونکو غوښتل بدخشان ته یې ولېږدوي.
پاى/ سعیده