خبرونهنړۍ

د اسرایلي پوځیانو پر وړاندې د حماس ډلې عملیات بریالي روان دي

 

نړۍ، د لړم ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د حماس ډلې یو نظامي ویاند ابو عبیده رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې د اسرایلي پوځ پر وړاندې یې عملیات په بریالیتوب روان دي او د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو کې یې صهیونستي اشغالګر له سختو ماتو سره مخ کړي دي.

نوموړي ویلي، چې یواځې په تېرو څلورو ورځو کې د دوی د ځواکونو په بریدونو کې د اسرایلي پوځ  ۶۲ ټانکونه له منځه وړل شوي او تر سلو ډېر صهیونست پوځیان په کې وژل شوي دي.

ابوعبیده زیاته کړې، چې د الاقصی عملیاتو له پیل راهیسې یې اسرایلي ځواکونه په بېلابېلو جبهو کې مهار کړي او درانه تلفات یې ورته اړولي دي.

حماس دغه راز زیاتوي، چې اسرایلي پوځیان له فلسطیني ښځو او ماشومانو څخه د سپر په توګه کار اخلي او په ډېرې بې رحمۍ یې وژني.

خو اسرایلي پوځ بیا وایي، چې دغو عملیاتو کې یې ټول بریدونه د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره کړي او د حماس ډلې تر له منځه وړلو پورې به خپلو دغو عملیاتو ته دوام ورکړي.

غزه کې د حماس وسلوالو او اسرایلي پوځیانو ترمنځ جګړه د تېرې اوکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه پیل شوه او تر دا مهاله په کې ۱۲۰۰۰ فلسطیني ملکي وګړي، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي، نږدې ۳۰ زره ټپیان شوي او یو نیم میلیون نور بیا په پنډغالو او روغتونونو کې د ژوندي پاتې کېدو په موخه سختې شپې او ورځې تېروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته