نړۍ

د پاکستان په اسلام آباد کې د بم چاودنه

 اسلام آباد ډي ډان   باختر دوري دمياشتې  ١٤ :
د اسلام آباد په ښارکې خپل استوګنځي ته د راولپنډۍ ښار د زړه د ناروغيو له روغتون څخه دپاکستان دپخواني واکمن پرويز مشرف دليږدونې په تګلوري کې يو بم وچاوديد.
په دغه بم ايښودنه کې له څلورو څخه تر شپږو کيلوګرامو پورې چاوديدونکي توکي کارول شوي و، خو د سرزيان يې نه دى اړولى .
پوليسو ادعا وکړه چې دغه بريدپه پرويز مشرف باندې طرحه شوى و.
په همدې حال کې د اسلام آباد په چک شهزاد سيمه کې د پرويز مشرف  د استوګنځي په شاوخواکې امنيتي تدبيرونه زيات شوي دي .
دپاکستان پخواني پوځي واکمن مشرف د اساسي قانون د تعليق  او  د بيړني حالت د اعلامولو په تور مجرم پيژندل شوى او له پاکستان څخه  د وتلو لپاره د ده غوښتنه هم رد شوې ده .
دپاکستان محکمو مشرف د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بينظيربوټو د وژنې، د قاضيانو د تعليق، د بلوچستان ايالت د بلوڅو دقبيلې د مشر  اکبر بوګتي د وژنې ، د اسلام آباد په لعل جومات د پوځي عملياتو د ترسره کولو د لارښوونې او د ديني علومو د طالبانو د وژنې په دوسيوکې د مجرم والى له امله په خپل استوګنځي کې په کورنۍ بندمحکوم کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته