ورزش

د المپيک د ملي کميټې په چوکاټ کې د وزلوبې فدراسيون جوړ شو

کابل باختر دوږي  شپږمه :
د هېواد د وزلوبې فدراسيون نن په رسمي ډول د المپيک د ملي کميټې په چوکاټ کې په فعاليت پيل وکړ.
د المپيک د ملي کميټې د خپرونو مدير منورشاه شهزاد دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د المپيک په ملي کميټه کې د دوه ديرشو ثبت شويو فدراسيونونو تر څنګ به د عبدالرشيد دره يي په مشرۍ د وزلوبې فدراسيون په رسمي ډول د المپيک د ملي کميټې په چوکاټ کې په کار پيل وکړ .
د شهزاد د څرګندونوله مخې: ټاکل شوې ده د وزلوبې فدراسيون رييس ولايتونو ته سفر وکړي او خپل ټيمونه تنظيم کړي.
ده وويل: ټاکل شوې ده د هېواد د وزلوبې ملي ټيم په نږدې راتلوونکې کې د قزاقستان په سياليوکې ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته