ټولنه

دخوړو دخونديتوب دکاري ډلې دريمه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه :
دخوړو دخونديتوب دکاري ډلې دريمه غونډه دکرنې او اوبو لګولو په وزارت کې جوړه شوه .
په دې غونډه کې داړوندو وزارتونو استازو دملي اجندا په چوکاټ کې دهېوادوالو دخوراکي  خونديتوب دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې .
دکرنې او اوبو لګولو  وزارت معين عبدالقدير جواد په دې غونډه کې  دخوراکي خونديتوب ضرورت ته په اشارې  سره په دې برخه کې  دټولو حکومتي بنسټونو او دنړيوالو دهمکارى غوښتنه وکړه .
دغه راز په دې اړوند داړوندو وزارتونواو دمرستندويو بنسټونو داستازو په ګډون  دعامې  روغتيا په وزارت کې هم يوه غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې برخه والو خوراکي خونديتوب ته درسيدو په سالمه توګه  دهېوادوالو دتغديې  دلارو چارو په باره کې خبرې وکړې .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته