کابل، د غوايی ۲۶ مه، باختر
ګرشک ښاروالۍ په تېر۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۱۵ میلونو افغانیو په لګښت ۱۶ رغنیزې پروژې پلي کړې دي.
د ګرشک ښاروال مولوي عبدالمجید تایب د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې د ۱۵ میلونو افغانیو په لګښت ۱۶ رغنیزې پروژې پلي کړي، چې په کې د فاتح چوک پراخول، د موسی قلعه سړک لپاره د ۴ کیلو متره بای پاس سړک، په نوي بازار سیمه کې د زر هټیو، د شپني څراغونو او ګلدانونو او د اوبو سیستم، د ۱۳۰۰ متره ویالې او د ۳ پلګوټو رغول شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.