کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٣ :
يوه ميرمن چې له واده څخه يې درې مياشتې تيريدې په بغلان ولايت کې يې ځان يې زندۍ کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
د هنګامې کورنۍ وايي چې دې دخپل ميړه له کور څخه له بيرته ستنيدو وروسته ځان زندي کړى دى .
د ميرمن هنګامې پلار امام حسين د باخترآژانس خبريال ته وويل : د دې دلور دځان وژنې اصلي علت پر دې ، د دې دميړه له خوا ظلم و .
دبغلان ولايت دمرکز پلخمري ښار دلومړۍ حوزې آمر سمونيار ذبيح الله وويل : دقضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او پيښه دپوليسو ترڅيړنې لاندې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ