فرهنګ

په ابو ظبي کې دفرهنګي اثارو دساتنې لپاره نړيواله غونډه

ابوظبي  باختر دليندى ديارلسمه :
   په خاص ډول په عراق اوسوريه کې  دفرهنګي اثارو پرخلاف ورانکارو ګواښونو  په پاملرنې سره دنړۍ دکابو څلويښتو هېوادونو استازي د متحده عربي اماراتو په پايتخت ابوظبي  کې دلرغونو اثارو دساتنې په کنفرانس کې  ګډون لپاره راغونډ شوي دي .
پر تاريخي ځايونو اوښارونو او په نړيوالو ميراثونو په تيره بيا دعراق او سوريې پرفرهنګي اثارو دتروريستي ډلو دبريدونوله سختوالي  وروسته اوس ټاکل شوې ده په دوه ورځنۍ غونډه کې دنړۍ دکابو ٤٠  هېوادونو استازي دبشري ميراثونو  دساتنې په برخه کې  خبرې وکړي . 
دجمعې په ورځ ددغه کنفرانس دپرانستلو په مراسمو کې ديونسکو يادملګروملتو دفرهنګي علمي او روزنيز سازمان رييس ايرنا بوکووا وويل په معاصر  بشري تاريخ کې دلرغونو اثارو ويجاړتيا او له منځه وړل هيڅکله  په دغه شان نه و چې اوس په عراق او سوريه کې ترسره کيږي .
بوکووا دتاريخي ښارونو او نړيوالو ميراثونو  ويجاړونکي او ورانونکي  جنايتونه، جنګي جنايتونه وبلل او تينګار يې وکړ  چې دغه شان  عملونه فرهنګي نابودي ده  ،.  ده له نړيوالې تولنې  څخه وغوښتل چې بايد په ګډې همکاري سره ددغو اثارو ويجاړيدل بند کړي .
دابوظبي دفرهنګي  چارو او ګرځندوى  رييس محمد خليفه المبارک وويل ددغه کنفرانس  برخه والو په ګډه دفرهنګي ميراثونو د ملاتړ اوساتنې لپاره په نړيوال عمل نوښت  خبرې وکړې او په پام کې لري  چې دتاريخ دتګلوري  په بدلون کې خپله ونډه اداکړي .
ده زياته کړه ددغې غونډې موخه  دسلو مليونو ډالرو په مرسته ديوه صندوق جوړول او دغه راز ديوې  نړيوالې ساتندويې شبکې  جوړول دي چې له دې لارې له ګواښ سره مخامخ اثار او شتمني په يوه امن ځاى کې وساتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته