سیاست

تبصره

کابلباختر د تلې د مياشتې١٢
دجمهوري رياست اعلاميه اودبخښنې دنړيوال سازمان رپوټ دناوړو او ټکان ورکوونکو جنايتونو څرکندوي دي چې وسله والو طالبانو په کندزښاردخپلې واکمنۍ په لنډه موده کې ترسره کړل .
دباخترآژانس مبصرليکي :-
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي دي : دکندزښار مقدماتي څيړنې ښيي چې طالبانو او دهغوى تروريستو همکارانو سره له دې چې په کندز کې دويرې اووحشت فضارامنځته کړه، دملکي او نظامي کسانو او دکندز ښاريانو غير قضايي اوپه خپل سروژنې اودغه راز هغوى په دې لاس پورې کړ دخلکو په نواميسويې تيرى وکړ . بنديان يې له بندڅخه آزادکړل ، دولتي بنسټونه او ټولګټې فرهنګي اواقتصادي تاسيسات يې ويجاړکړل . اوددپيلو ماتيکو دفتر ونواودغيرحکومتي موسسو شتمنۍ اومالونه يې لوټ کړل
جمهوري رياست دبخښنې دنړيوال سازمان په شان په کندزکې دطالبانو جنا يتونه له جنګي جنايتونو سره تشبيه کړي دي . اوملکي کميسيون يې موظف کړى دى چې په کندز ښارکې دطالبانو دشتون له امله رامنځته شوي تاوانونه وڅيړي .
دغه رازدبخښنې نړيوال سازمان په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې طالبانو په کندز کې زيات جناينونه کړي دي .
اوپه دې اعلاميه کې هغې مرګ ژوبلې ته اشاره شوې ده چې دطالبانوله خواپه کندز کې ترسره شوې ده .
ډله ئيز اوفردي جنسي تيري دعامه شتمنيواو دملکي وګړو دشتمنيو لوټول  او په پاى کې  دبخښنې دنړ يوال سازمان له خوا په طالبانو دجنګي جنايتونو تورلګول شوى دى .
دکندز دپيښو او دهغو جنايتونو په نسبت چې  تروريستو طالبانو ترسره کړي دي دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست او دبخښنې  دنړيوال  سازمان غبرګون ددې څرګندوى دى چې دکندز پيښې له هغه څه  څخه جدي دي چې ويل کيږي طالبانو په کندز  کې په خپلو ناوړواوبدو کړنو سره  وښودله چې انسان او انسانيت ته  هيڅ ارزښت نه ورکوي، دوى  په صحرايي  محکمولاس پورې کړ . دخلکو په عزت او ناموس يې  تيرى وکړ . افغانيت ، انسانيت  او اسلاميت  دوى ته معيار نه و بلکې دوحشي ځناورو په شان يې  په خلکو بريدونه وکړ،وژنه يې وکړې  اوپه ويجاړتيا يې  لاس پورې کړ . چې پردي ددوى غوښتنې ته ورسيږي .
  هغه ټکان ورکوونکې پيښې  چې په کندز کې رامنځته شو ددې څرګندوي دي  چې  دطالبانو دمشرانو ، قوماندانانو او افرادو په ذهن او ضمير کې  له وژنې اوبربادۍ پرته  بل څه نه دي.
دجمهوري رياست  له اعلاميې څخه  جوتيږي  چې دولت په کندز کې  دطالبانو  دشتون له امله  داوښتو تاوانونو د تثبيتولو په مقصد  يو کميسيون  ټاکلى دى  دغه اقدام  په داسې شرايطو اوحالاتوکې  چې دکندز خلک  مرستې ته اړتيا لري  ددرک وړ خبره ده . هغه هم  په داسې شرايطو کې چې  دکندز ښار  ويجاړ شوى دى او دخلکو حرمت  تر پوښتنې لاندې دى .
  خو  خلک غواړي  په دې پوه شي  چې مسوول څوک دي .
  هيلې په دې دي چې  دکندز دپيښو  د تحقيق اوڅيړنې لمنې دمخالفينو له خوا ددغه ښار  له نيول کيدو څخه  تر نن ورځې پورې وڅيړل شي  اوعاملين يې   معرفي شي .  او هغه کسان چې طالبانوته يې  ښار ته  دننوتو زمينه برابره کړه  او دنظر وړ کسانو په موندلو کې يې  له طالبانو سره  مرسته وکړه  بايد  ځاى يې  دمحاکمې دميز ترشا پيدا کړي . اوهغوجنايتونو ته  ځواب ووايي  چې دطالبانو په ملګرتيا يې  ترسره کړي دي .
له بلې خوا  امنيتي خبرځايونو ، کندز ښاريانو او رسنيو  ټولو په کندزکې  دبهرنيو تروريستانو دشتون خبرې  وکړې  تروريستانو له منځنۍ اسيا ، قفقاز ، او په پاى کې  پاکستاني پنجابيانو په کندز کې  دطالبانودجګړې  رهبري  په غاړه لرله .
آيا طالبان چې ځان  دهيواد ناجيان او دبهرنيانو دشړلو په مقصد په اصطلاح جهاديان بولي تر خپل څنګ دبهرنيانو شتون چې  دافغانانو په عزت او نواميسو تيرى کوي  او په پاى کې زموږ په هيواد کې بنسټونه ويجاړوي ،  دشرم وړ بولي يا د وياړ ؟
که چيرې وياړ بولي  نو  هغوى  افغانان نه دي بلکې دبهرنيو  نوکران دي  چې زموږ هيوادويجاړوي  اوزموږ خلک  بهرنيو نوکرانو ته  له ځواب ورکولو سره بلد دي .
له بلې خوا  دبخښنې نړيوال سازمان  دطالبانو جنايتونه  جنګي جنايتونه بللي دي  چې زموږ خلک  دغه شان قضاوت عادﻻنه بولي خو ضروري دى چې دغه سازمان  نه يواځې  جنايتکار طالبان بلکې   دسيمې  په استخباراتي سازمان کې  دهغوى ملاتړي  دجنګي جنايتکارانو په لست کې شامل کړي  او خپل رپوټ  دلاهه  محکمې  مسوولينو ته  وسپاري . چې ددغو جنايتکارانوبرخليک روښانه کړي  چې  زموږ خلک په دې قانع شي چې  له خبرو څخه  عمل ته  وردانګي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته