ټولنه

په ننګرهارکې له سلګونو راستنو شويوکورنيو سره مرسته وشوه

  جلال آباد باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٨ :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو بېوزلو او له پاکستان څخه له راستنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه.
په دې پړاوکې له نږدې پنځه سوه کورنيو سره مرسته وشوه او په هررې کورنۍ د (ان. آر. سي ) د بنسټ او د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست  له خوا د شل شل زرو نغدو افغانيو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي باختر آژانس ته وويل: دغه کورنۍ چې زياتره يې د جګړو له امله د ننګرهار ولايت  له ولسواليو څخه د جلال آباد ښار ته راغلې دي، سملاسي مرستې ته اړتيا لري.
ده وويل: په ننګرهار ولايت کې له اړوکورنيوسره د مرستو لړۍ دغه راز دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته