ټولنه

په درې زره بېځايه شويو کورنيو د قربانۍ دغوښې ويشل پيل شول.

کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٤
په کابل ښارکې په بېځايه شويو کورنيو دقربانۍ دغوښې دويشلو پرورګرام
پيل شو.
په دغه پروګرام کې دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د سعودي عربستان دالغياث موسسې  په مرسته دکابل په کچه په  درې زره بېځايه شويو او په هغو کورنيو چې په خيمو کې ژوند کوي ويشل کيږي.
دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت مالي او اداري معين انجينير احمد ولي اکرمي دکابل ښار په ديوان بيګي کې په  ميشتو بېځايه شويو کورنيو  باندې دقرباني دغوښې دويشلو په وخت کې باختر آژانس ته وويل : 
ټاکل شوې ده  د دريو ورځو په بهير کې دکابل ښار په کچه په  درې زره بېځايه شويو کورنيو باندې دسعودي عربستان دالغياث دموسسې په مرسته د قربانۍ غوښه  وويشل شي او په هرې کورنۍ د پسه درې کيلو غوښه  ويشل کيږي.
انجنيراحمدولي اکرمي زياته کړه . چې د سعودي عربستان د الغياث موسسې پخوا هم دمهاجرينو دراستنولو د چارو  وزارت په  غوښتنه دهيواد په کچه يې  
په  بېځايه شويو او راستنيدونکو سره مرستې کړي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته