ښوونه او روزنه

په جاني خېلو ولسوالۍ کې د بندو شويو ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ بيا پرانېستل شوې

ګردیز باختر د تلې د مياشتې ۱۷ مه
د پکتیا د والي شمیم خان کټوازي په ګډون ددغه ولایت  د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورن جنرال شعور ګل، د ۳۰۳ سپین غر زون قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد، امنیه قومندان توریالی عبدیاني، د ملي امنیت رییس جنرال قاسم عبادي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو د د جانيخېلو ولسوالۍ نه دسفر په ترڅ کې د بندو شويو ښوونځيو دروازې بيا ځل د زده کوونکو پرمخ پرانېستلې.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په دغه سفر کې د پکتیا والي په جاني خېلو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکنو د وروستيو لاسته راوړنو ستاينه وکړه او د دغې ولسوالۍ په ملکي او نظامي برخو کې يې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړ.
کټوازي زیاته کړه چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به په دغې ولسوالۍ کې د ښوونځيو لپاره ټولې اړتیاوې پوره او ستونزې به يې حل کړي.
والي دغه راز د پوهنې رېیس او د جانيخېلو ولسوالۍ کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې نور باید د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ ونه تړل شي.
هغه دغه راز په جانيخېلو ولسوالۍ کې د ټولو امنيتي پوستو سرتيري هم د دوی د مېړانې له امله په نغدي مکافاتو ونازول.
د يادونې وړ ده چې د ورستيو ناامنيو له امله د پکتيا ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي وو،چې د والي او ورسره مل پلاوي په ورتګ سره بيا پرانېستل شول.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته