امنیت

دغزني ولايتي شورا : ددغه ولايت امنيه قوماندان دې ګوښه کړى شي .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
دغزني دولايتي شورا  رييس او غړو نن  ددغه ولايت  دامنيې قوماندان  دګوښه کيدو غوښتنه وکړه .
  دغزني دولايتي شورا رييس خالقداد اکبري  ددغې شورا له غړو سره  په يوه غونډه کې  ددغه ولايت  دامنيې قوماندان  محمد حکيم  انګار دګوښه کيدو غوښتنه وکړه .
  خالقداد وايي  سره له دې چې  دغزني دولايتي شورا غړو امنيتي ستونزې  په وار وار  له امنيه قوماندان سره  طرحه کړي دي  خو ده  په دې برخه کې هيڅ عملي اقدام نه دى کړى .
  ده زياته کړه  چې دغزني ولايت  له جيل څخه  دسلګونو تنو بنديانو د تيښتې په برخه کې  ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ مشرتوب  پړ دى . او دمديريت  کمزورتيا  او نشتوالي  ددغې پيښې  سبب شوى دى .
دغزني په ولايتي شورا کې  داندړو ولسوالۍ استازي  امان الله کامراني وايي   چې ددغه ولايت امنيه قوماندان  زياتره له يوې  مافيايي کړى  سره  په مشوره کې  عمل کوي .  چې دغه کړى  له تروريستانو سره  نيغ په نيغه  اړيکې لري .
  کامراني  دکورنيو چارو له وزير څخه وغوښتل  چې  په دغه پست دې  يو احساس لرونکي  ، لايق  او په کارپوه  قوماندان وګوماري .  ځکه  امنيتي ستونزې  دهرې ورحې په تيريدو سره  دزياتيدو په حال کې دى .
  دغزني دولايتي شورا  يو بل غړي  محمد نعيم توحيدي  وايي  چې دغزني ولايت  له جيل څخه  دسلګونو تنو بنديانو له تيښتې وروسته  امنيه قوماندان تراوسه پورې  کوم اقدام نه دى کړى .
  ويل کيږي چې له پرله پسې هڅو سره سره  له امنيه قوماندان سره  په خبرو څوک نه دى بريالى شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته