نړۍ

دعراق په الرمادي او فلوجه ښارونو کې درمضاني پروګرامونو دنندارې ممنوعيت

بغداد باختر د چنګاش دريمه :
دداعش ډلې  ددوو ښارونو الرمادي اوفلوجه اوسيدونکو ته خبر دارى ورکړ چې دسيمه ئيزو او عربي ټلويزيوني  شبکو درمضاني پروګرامونه بايد ننداره ونه کړي سرغړونکي په مرګ وګواښل شول .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: دداعش تروريستي ډلې دفلوجه او الرمادي ښارونو په جوماتونو او بازارونوکې خلکو ته اعلام کړى دى چې دروژې په مبارکې مياشتې پورې اړوند پروګرامونه دې سپوږمکيو له شبکو څخه  ننداره نه کړي ځکه چې دغه پروګرامونه انحرافي او ددين پرخلاف  مضمونونه  لري ځينو کارپوهانو ددغه شان لارښودونو دصادرولو دليل دزياترو سيمه ئيز او عراقي رسنيو فعاليدل بللي دي چې هڅه کوي ددغې ډلې  ماهيت خلکو ته بربنډ کړي . او دداعش په سيمه کې دخپلو پلويانو دپوهاوي له امله انديښمنه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته