ټولنه

د خواشینۍ پیغام

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢١ مه
د جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام
په خواشینې سره خبر شوم چې د کندز د ساپیانو شورا مشر الحاج محب الله ساپی د ۸۱ کالو په عمر وفات شو.
انالله و اناالیه راجعون
ارواښاد الحاج محب الله ساپی یو علمي، فرهنګي او اجتماعي شخصیت وو، چې د خپل عمر ډېره برخه یې د افغانستان د فرهنګ خدمت ته ځانګړې کړه او د سپین زر شرکت د کارکوونکي په توګه یې د کندز ولایت په انکشاف کې هم برخه واخیسته. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د ارواښاد ساپي کورنۍ، دوستانو، د کندز خلکو او د افغانستان فرهنګیانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم. الله تعالی دې جنتونه په نصیب کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته