کابل باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
د سرپل ولايت اوسيدونکو نن په يوه ستره غونډه کې له مرکزي دولت څخه ملاتړ اعلام کړ.
په دې غونډه کې د ملي امنيت د شورا مرستيال سيد انور سادات، ديني عالمانو ، سپين ږيږو او قومي مخورو ګډون کړى و.
د سرپل د ولايتي شورا رئيس محمدانور رحمتي په دې غونډه کې له مرکزي حکومت څخه دملاتړ په څرګندولو سره له حکومت څخه وغوښتل چې، په دغه ولايت کې د دښمن د ځپلو په موخه د پراخو عملياتو د پيلو ترڅنګ دامنيتي ځواکونو تشکيلات زيات او د بيارغاوني برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ددغې غونډې ګډون کوونکو امنيت دخلکو اړتيا وبلله او د مرکزي دولت او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ .
د ملي امنيت د شورا مرستيال ژمنه وکړه ؛چې دملي امنيت د شورا له لارې به د چاڼيزو عملياتو دترسره کولو او په سرپل کې دامنيتي ځواکونو دتشکيل دزياتوالي په باب له امنيتي بنسټونوسره مشوره وکړي. پاى ع ذ
1 1 دقیقه لوستل