ټولنه

په ننګرهار کې د اوبولګولو یو کانال جوړ شو

کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
په ننګرهار کې د ۲۰۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو یو کانال جوړ شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دغه کانال د ننګرهار، د شينوارو ولسوالۍ په لعل ګل کلي کې د دوه میليونو افغانيو په لګښت جوړ شو.
خوږياڼي زياته کړه چې د دغه کانال په جوړېدو د ۴۰۰ جريبه ځمکې اوبه برابرې شوې.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته