اسلا م آباد ايرنا کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٢ :
د پاکستان حکومت د اروپا د هوايي چلند د مصوونيت د ادارې دخبردارى پرخلاف
غبرګون کې پرون اعلام وکړچې ددغه هېواد فضا خوندي ده او په سلګونو نړيوالې
الوتنې د پاکستان له فضا څخه ترسره کيږي .
دپاکستان د اکسپرس تربيون ورځپاڼې دخبرله مخې: دپاکستان په هوايي چاروکې دصدراعظم سلاکارشجاعت عظيم د الوتکو د الوتنې لپاره د پاکستان د فضا دنه مصوونيت په باب د اروپا وروستى خبردارى په بشپړه توګه بې بنسټه وباله چې هيڅ هوايي کرښې د اروپايي اتحاديې دغه خبردارى ته پاملرنه نه ده کړې او د پاکستان د پاسه يې خپل تګلورى نه دى بدل کړى .
د اروپا د هوايي چلند د مصوونيت ادارې په خپل انترنټي سايټ کې د يو رپوټ په خپرولو سره د نړۍ د هوايې چلند ټولو شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې دپاکستان دپاسه دالوتنې په وخت کې دې دپاکستان په هوايي حريم کې د الوتنې په باب له زيات احتياط څخه کار واخلي او له اووه زره درې سوه مترو څخه ټيټ دې الوتنې ونه کړي.
په تيرميلادي کال کې د اوکراين دپاسه د ماليزيا د هوايي چلند په شرکت پورې په يوې اړوندې مسافر وړونکې الوتکې د بريد له وخت څخه تراوسه پورې دهغو نړيوالو الوتنو لپاره چې دسوريې ، عراق او داوکراين له فضا څخه تيريږي؛ خبردارى صادر شوى دى .
تيرکال د کراچۍ په نړيوالو هوايي ډګرونوکې په څه ناڅه دوو جلاجلا تروريستي پيښو او په پيښورکې د راښکته کيدو په حال کې په الوتکې د ډزو له امله په لسګونو تنه ووژل شول.
0 1 دقیقه لوستل