ټولنه

په هېواد کې د غلو دانو ٦٧٠٠ زېرمې جوړې شوې دي

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٦مه
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت وياند وايي چې په درېيو کلونو کې دغلو دانو ٦٧٠٠ زيرمې په هېوادکې جوړې شوي دي .
د هغه دڅرګندونوله مخې: د دغو زېرمو له لارې پر بې وزلو او مستحقو کسانو غلې دانې وېشل کېږي او دغه را بزګرانو ته کرنيز تخمونه ورکول کېږي.
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت وياند فريد آژند چې نن يې په دې باب د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې، وويل چې دغه زېرمې د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د دوو ميليونو ډالرو په لګښت د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې جوړې کړې دي.
آژند زياته کړه چې خلکو خپله  ٩٣ جريبه زراعتي ځمکه د زيرمو د جوړولو په خاطر د دغه وزارت په واک کې ورکړې ده او تر اوسه پورې له دې لارې ٣٧٠٠٠ کورنيو مرستې ترلاسه کړې دي.
هغه زياته کړه چې له اړو کسانو سره د مرستې په خاطر او دغه راز د غلو دانو د ساتنې لپاره دهېواد په ټولو ولايتونو کې د مرستې کمېټې جوړې شوې دي .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته