امنیت

لس وسله وال طالبان د هېواد په ختیځ کې ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۱۱ مه
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بېلابېلو سیموکې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې یوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ګډو افغان ځواکونو د هوايي ځواکپه ملاتړ چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې په عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور یې سخت ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتوکې پنځه نقلیه وسایط له منځه وړل شوي او ۱۱ ډول ډول ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته